هند له پاکستانه د خپل نیول شوي پيلوټ د خوشي کولو غوښتنه کړې

9 حوت 1397 ساعت 9:20

هند له پاکستانه د خپل نیول شوي هغه پیلوټ د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې، چې پرون د یوې هندي الوتکې تر نسکورولو وروسته پيلوټ ژوندی ونیوه.


هند له پاکستانه د خپل نیول شوي هغه پیلوټ د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې، چې پرون د یوې هندي الوتکې تر نسکورولو وروسته پيلوټ ژوندی ونیوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هند د دغه ټپي پیلوټ د ویډیو خپرولو له امله هم نیوکه کړې او هغه یې د جینوا کنوانسیون څخه ښکاره سرغوړونه بللې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان غوښتي چې دغه پیلوټ ته زیان ونه رسوي او سملاسي یې ور خوشی کړي.

باید و ویل شي، چې تېره ورځ پاکستان د هند د دوو الوتکو د غورځولو او د دوو پیلوټانو د نیولو خبره وکړه، خو وروسته یې د یوه پیلوټ د نیولو پخلی وکړ.

هند هم د خپل پیلوټ د نیول کېدو پخلی کړی خو ویلي یې دي، چې دوی هم د پاکستان یوه الوتکه غورځولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113945

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113945/

جمهور
  https://www.jomhornews.com