۰

افغان هوايي ځواک په ارغنداب کې ګڼ کسان ژغورلي دي

شنبی ۱۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۵
د کندهار ولایت چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک د کندهار په ارغنداب کې په وروستیو سیلابونو کې بند پاتې کسان ژغورلي دي.
افغان هوايي ځواک په ارغنداب کې ګڼ کسان ژغورلي دي
د کندهار ولایت چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک د کندهار په ارغنداب کې په وروستیو سیلابونو کې بند پاتې کسان ژغورلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د کندهار په ارغنداب کې د درنو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي دي.

سرچینه وايي، نن شنبې د کب ۱۱ مه سهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د افغان هوايي ځواک په ملتیا دغه ولسوالۍ ته رسېدلی او ګڼ کسان یې ژغورلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ځمکې له لارې ددغه کسانو د ژغورلو امکان نه وو، نو ځکه هوايي ځواک لاس په کار شوی دی.

باید و ویل شي، چې د هېواد د مرکزي ولایتونو په ګډون په جنوبي ولایتونو، فراه، هلمند او کندهار کې هم واورې او بارانونه شوي، چې په ځینو ولایتونو کې سخت سېلابونه هم راوتلي او لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

تر اوسه پورې د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي