۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر قطر ته رسېدلی، دواړه لوري د افغان سولې سره همکاری ته چمتو دي

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۵
په داسې حال کې، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله خبرې روانې دي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم قطر ته رسېدلی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر قطر ته رسېدلی، دواړه لوري د افغان سولې سره همکاری ته چمتو دي
په داسې حال کې، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله خبرې روانې دي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم قطر ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاوروف پرون دوشنبې د کب ۱۳ مه قطر ته رسېدلي او هلته یې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره لیدلي دي.

دوی دواړو تر لیدلنې وروسته په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې روسیه او قطر په همغږې توګه د افغانستان د سولې لپاره کار کوي او په دې برخه کې همکاریو ته چمتو دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر و ویل،  روسیه د افغانستان د سولې لپاره هر ډول همکارۍ ته تیار ده، له همدې امله یې د دغه هېواد له ګاونډیو سره اړیکه ټینګه کړې او دوی یې په سوله کې همکارۍ ته هڅولي دي.

نوموړي دا هم زیاته کړې، چې دوی د امریکا او طالبانو تر منځ روانې خبرې په دقت څاري او هیله لري، چې دغه خبرې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي.

د هغه په وینا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د بین‌الافغاني مذاکراتو د جوړولو لپاره وخت په وخت د روسیې له استازو سره ګوري.

لاوروف ویلي«د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد زما له مرستیال سره وخت په وخت منظمې لیدنې لري. دوی ښې اړیکې جوړې کړې دي. زما په نظر دا یو ګټور کار دی چې په مصنوعي ډول د سیالۍ د هڅو پر ځای هلې ځلې هم‌غږې شي، ځکه دواړه هم روسیه او هم د امریکا متحده ایالات او دغه‌راز د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه کولای شي په افغانستان کې د سولې د ملي مذاکراتو په پیلولو کې مرسته وکړي او دا د دغه بحران د ختمولو لپاره یوازنۍ لار ده.»

په ورته وخت کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ویلي، چې په افغانستان کې سوله په جګړې او زور نه ‌شي راتلی، بلکې یوازېنۍ لار یې خبرې او سیاسي حل و فصل دی.

محمد بن عبدالرحمن ال ثاني دوی په افغان سوله کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته تیار دي.

روسیې او قطر ژمنه کړې چې په همغږې توګه به د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر لاوروف وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف هم قطر ته تللی و او هلته یې له قطري چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې وې.

بل خوا ویل کېږي د ملګرو ملتونو، ناورې او اسلامي همکاریو سازمان استازي هم ښايي د قطر خبرو ته ورشي او دوی به د سولې تر تړون وروسته د تضمینوونکي رول ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي