کابل پولیسو څلور تنه جنايي مجرمین نیولي دي

14 حوت 1397 ساعت 12:54

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې څلور تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې څلور تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د کب ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه کسان د کابل ښار د ۱۸ مې امنیتي حوزې اړوند سیمو څه نیول شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي دغه کسانو د وسلو په قاچاق او نورو بېلابېلو جرمونو کې لاس درلود، چې د پولیسو له خوا ونیول شول.

خبرباڼه وايي، په نیول شویو څلورو تنو مجرمینو کې یو هم د غلو د یوې ۹ کسیزه حرفوي ډلې مشر دی، چې دا مهال تر پوښتونو لاندې دي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا له دې کسانو دوه میله تومانچې هم د پولیسو لاس ته ورغلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114119

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114119/

جمهور
  https://www.jomhornews.com