ازبکستان:

له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې مرستو ته چمتو یو

15 حوت 1397 ساعت 9:18

ازبکستاني چارواکي وايي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په تېره بیا د سولې په برخه کې هر ډول مرستو ته چمتو دی.


ازبکستاني چارواکي وايي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په تېره بیا د سولې په برخه کې هر ډول مرستو ته چمتو دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکټور محمدوف له خپل افغان سیال ډاکتر حمدالله محب سره په لیدنه کې کړې دي.

ښاغلي محب په درځې ورځني سفر ازبکستان ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د سولې ، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره پر مبارزې، اقتصادي او امنيتي همکاري او ځیني نور مسائلو خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، ازبک چارواکو له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په تېره بیا د سولې په برخه کې د مرستې ډاډ څرګند کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ ازبک چارواکو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د سولې تامین د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ممکن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 114147

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114147/

جمهور
  https://www.jomhornews.com