ازبکستاني چارواکي وايي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په تېره بیا د سولې په برخه کې هر ډول مرستو ته چمتو دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکټور محمدوف له خپل افغان سیال ډاکتر حمدالله محب سره په لیدنه کې کړې دي.
ښاغلي محب په درځې ورځني سفر ازبکستان ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د سولې ، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره پر مبارزې، اقتصادي او امنيتي همکاري او ځیني نور مسائلو خبرې کړې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، ازبک چارواکو له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو په تېره بیا د سولې په برخه کې د مرستې ډاډ څرګند کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ ازبک چارواکو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د سولې تامین د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ممکن دی.
جمهورخبري آژانس:کابل