د ملګرو ملتونو امنیت شورا:

د القاعدې او طالبانو ترمنځ لا هم پیاوړې اړیکې موجودې دي

15 حوت 1397 ساعت 9:45

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، د القاعده شبکې او وسله والو طالبانو تر منځ لا هم پیاوړې اړیکې موجودې دي و پر ضد یې باید اړین اقدامات وشي.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، د القاعده شبکې او وسله والو طالبانو تر منځ لا هم پیاوړې اړیکې موجودې دي و پر ضد یې باید اړین اقدامات وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیت شورا په تازه خپاره شوي راپورل کې ویل شوي، چې القاعده شبکه اوس هم په افغانستان کې د امن مرکزونو په لټه کې ده.

د سرچینې په وینا دغه شبکه له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره اړیکې او په ګڼو برخو کې همکاري سره لري.

دغه راز راپور کې راغلي، چې د دې تر څنګ داعش ډله هم په افغانستان کې قوي حضور لري او هڅه کوي، چې ځان ته خوندي او پراخ مرکزونه جوړي کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کړی، چې د دغه دوه ډولو پر ضد باید پر وخت او اړین اقدامات تر سره او د لا پیاوړي کېدو مخه یې ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 114152

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114152/

جمهور
  https://www.jomhornews.com