د پاکستان له فضا تېرېدونکې د کابل - ډهلي الوتنې بیا پیلېږي

19 حوت 1397 ساعت 8:38

د افغانستان د وايي چلند ملي اداره وايي، د پاکستان له فضا تېروېدونکي د کابل – ډهلي الوتنې به له سره پیل شي.


د افغانستان د وايي چلند ملي اداره وايي، د پاکستان له فضا تېروېدونکي د کابل – ډهلي الوتنې به له سره پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  څه موده وړاندې د هند او پاکستان تر منځ له کړکېچ سره سم اسلام آباد له خپلې فضا هند ته د تلونکو افغان الوتکو مخه ونیوله.

دا الوتنې له تېرو ۹ ورځو راهیسې بندې وې، خو اوس د افغانستان د هوايي چلند ملي اداره وايي، دغه الوتکې به سر له سبا (د مارچ ۱۱مه) بېرته عادلي حالت ته وګرځي.

دغه اداره دا هم وايي، چې د الوتنو له پیل سره سم به د ټکټونو بیه چې دوه چنده لوړه شوې وه بېرته راټیټه شي.

باید و ویل شي، چې د دغه الوتکو د بندېدو پر مهال له کابله – ډهلي ته د ټکټونو بیه له ۲۱۰ ډالرو ۳۵۰ ته پورته شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114263

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114263/

جمهور
  https://www.jomhornews.com