۰

ولسمشر د کندهار له سېلاب ځپلو سره ۱۰۰ میلونه افغانیو مرستې اعلان کړه

یکشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۶
ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار ولایت کې د ورستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۱۰۰ میلونه افغانیو مرستې ژمنه وکړه.
ولسمشر د کندهار له سېلاب ځپلو سره  ۱۰۰ میلونه افغانیو مرستې اعلان کړه
ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار ولایت کې د ورستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۱۰۰ میلونه افغانیو مرستې ژمنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر چې پرون شنبې د کب ۱۸ مه فراه ولایت ته تللی و هلته یې هم له سېلاب ځپلو سره مرستې اعلان کړې او تر هغې وروسته کندهار ولایت ته ولاړ.

ښاغلي غني کندهار ته په رسېدو سره سم ۲۰۵ اتل قول اردو کې د کندهار د سېلاب ځپلو کورنیو استازو سره ولیدل.

ولسمشر په خپلو خبرو کې و ویل، چې له سېلاب ځپلو سره به ۱۰۰ میلیونه افغانۍ مالي مرسته او دغه راز به زر ټنه غنم بېړنۍ مرسته ورسره وشي.

نوموړي زیاته کړه، ۷۰ میلیونه د ویجاړو شویو کورنو د جوړلو لپاره او پاتې ۳۰ میلینه به د کرنې او زیانمن شویو کوچیانو لپاره ځانګړې شوې دي.

د ولسمشر په وینا له دې مرستو به د هر شهید کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ، د هر زخمي کورنۍ ته ۲۵ زره افغانۍ، هغو کورنیو ته چې کور یې چپه شوی ۱۵ زره افغانۍ او هر کور ته چې خساره يې لیدلې اووه نیم زره افغانۍ په عاجله توګه ورکړل شي.

ولسمشر سېلاب ځپلو ته په خطاب کې و ویل«دا اویا میلیونه افغانۍ به ژر تاسي ته انتقال شي، همدارنګه زرټنه اوړه به د کرني وزارت له خوا تاسې ته انتقال شي او ۳۰ میلیونه افغانۍ به په عاجله توګه د کرنې د بیارغونې لپاره په اختیار کې ورکول شي.»

په ورته وخت کې ولسمشر د کندهار له یو شمېر چارواکو او سوداګرو هم مننه وکړه چې د سېلاب ځپلو کورنیو سره یې د لومړنیو مرستو په رسولو کې همکاري کړې.

باید و ویل شي، چې په کندهار کې د ورستیو سېلابونو له امله ۲۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی، ۷۰ تنه ټپیان، شپږ زره کورونه ویجاړ او زرګونه جرېبه ځمکه زیانمنه شوې ده.

بل خوا ولسمشر په دغه ناسته کې د لوی احمدشاه بابا د کارنامو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د احمد شاه بابا کور به په اساسي توګه ورغوي او د ملي ټاټوبي په توګه به یې ولمانځي.

دغه راز ولسمشر د عبدالله خان اڅګزي، وزیر محمد اکبرخان، سردار محمد ایوب خان او ملالې میوندۍ قبرونه به په خپل شخصي لګښت جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي