یوه ايتوپیايي الوتکه چې ۱۵۷ تنه په کې سپاره و لوېدلې ده

19 حوت 1397 ساعت 13:34

راپورنه وايي، یوه اېتوپیايي الوتکه چې ۱۵۷ مسافر په کې سپاره و، تر ورکېدو وروسته لوېدلې ده.


راپورنه وايي، یوه اېتوپیايي الوتکه چې ۱۵۷ مسافر په کې سپاره و، تر ورکېدو وروسته لوېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بویینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه له اېتوپیا څخه کنیا ته بروانه وه، چې له رادارو ورکه شوه.

ویل کېږي په دغه الوتکه کې ۱۴۹ مسافر او ۸ تنه خدمه سپاره و، چې تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

خو د اېتوپیا لومړي وزیر د دغه الوتکې د سقوط له امله د خواخوږۍ پیغام خپرو کړی دی.

په ورته وخت کې اېتوپیايي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه الوتکه تر الوت ۶ دقیقې وروسته له رادار څخه ورکه شوې او آیس بابا په پنځوس کیلومترۍ کې د بشفتو په سیمه کې لوېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د ترکیې یوې الوتکې هم د امریکا د نیویارک د جان اېف کنډي په هوايي ډګر کې د کېناست پر مهال لوېدلې او ۳۲ تنه په کې ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114291

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114291/

جمهور
  https://www.jomhornews.com