۰

اسدالله خالد په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر حضور ټينګار وکړ

سی شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، بهرني ځواکونو دې تر هغې په افغانستان کې پاتې شي، تر چې افغان ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي.
اسدالله خالد په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر حضور ټينګار وکړ
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، بهرني ځواکونو دې تر هغې په افغانستان کې پاتې شي، تر چې افغان ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد چې پرون دوشنبې د کب ۲۰ مه یې د مارشال فهیم په نظامي اکاډمۍ کې د د افسرانو د فراغت مراسمو کې وینا کوله دغه څرګندونې وکړې.

پرون د مارشال فهیم له پوځي اکاډمۍ څخه ۵۱۳ افسران فارغ او د فراغت سندونه یې تر لاسه کړل.

ښاغلي خالد په دغه مراسمو کې ملي امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې و ویل« د خاورې اصلي مالکان تاسې یاست، په میړانه ترې دفاع وکړۍ.»

د هغه په وینا ټول باید په یووالي له هر ډول تعصبه پرته د ټولو ترهګرو پر وړاندې پیاوړې مبارزه او د افغانستان له ارضي تمامیت نه په کلکه دفاع وکړي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر زیاته کړه، چې سوله لومړیتوب دی، خو هغه څوک چې غواړي جګړه وکړي پر وړاندې یې په کلکه درېږي.

نوموړي پاکستان ته په نغوتې سره و ویل، هغه هېواد چې د افغانانو له برکته ورته اسلام رسېدلی اوس د خبلو ګټو لپاره د اسلام په نامه خلک غولوي او په دې اسلامي خاوره کې د جهاد فتواوې ورکوي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع سرپرست وزیر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر دوام هم ټينګار وکړ او ویې ویل دغه ځواکونه باید تر هغې په افغانستان کې پاتې شي تر چې موږ په خپلو پښو ودرېږو او له ځانه دفاع وکړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم ویلي نړیوال ځواکونه دې د سولې تر ټینګېدو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

د هغه په وینا له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو غوښتنه ده، افغان ولس هم همدا غوښتنه لري، خو وايي تر څو چې په هېواد کې سوله راځي او جګړه پای ته رسېږي باید بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي