۰
کای بیلي:

ناټو به د ترهګرۍ تر ختمولو پورې د افغانستان تر څنګ ولاړ وي

سی شنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۸
په ناټو کې د امریکا استازې کای بیلي هاتسون وايي، ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت ملاتړ ته ژمنه ده او د ترهګرۍ تر ختمولو پورې به د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.
ناټو به د ترهګرۍ تر ختمولو پورې د افغانستان تر څنګ ولاړ وي
په ناټو کې د امریکا استازې کای بیلي هاتسون وايي، ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت ملاتړ ته ژمنه ده او د ترهګرۍ تر ختمولو پورې به د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن هاتسون دغه څرګندونې په افغانستان کې د ټولو بهرنو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره په لیدنه کې کړې دي.

مېرمن هاتسون ویلي له جنرال مېلر سره یې لیدلي او په افغانستان کې یې د ناټو د متحدینو په مرسته د ترسره شوو پرمختګونو او وروستیو لاس ته راوړنو په اړه خبرې ورسره کړې دي.

نوموړې زیاته کړې، چې په بروکسل کې وخت ناوخته د ناټو له غړو سره پر افغان مسلې بحثونه کوي او ټول په افغانستان کې د سولې او امنیت د راوستو ملاتړ دي.

هغې ټینګار کړی، چې ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت ملاتړ ته ژمنه ده او له افغان حکومت او افغانانو به یې ملاتړ د ترهګرۍ تر ختمولو پورې دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي