۰

لغمان کې د طالبانو پنځه مخفي غړي نیول شوي دي

چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۴
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، د دغه ریاست د منسوبینو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو پنځه پټ غړي نیول شوي دي.
لغمان کې د طالبانو پنځه مخفي غړي نیول شوي دي
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، د دغه ریاست د منسوبینو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو پنځه پټ غړي نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن چهارشنبې د کب ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مخفي طالبان د لغمان ولایت په اړونده سیمو کې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لغمان کې ځانګړي عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو پنځه تنه غړي، چې معلومات یې راټولول نیولي دي.

په خبرپانه کې راغلي نیول شوي کسان، عتیق الله د عبدالله جان زوی، حضرت الله مشهور په فیصل، د حشمت الله زوی، دلاور د امام جان زوی، فیضان الله د رحمت الله زوی او فرمان الله د خیر الله زوی دی.

سرچینه زیاتوي په دغه کسانو کې عتیق الله د عبدالله جان زوی په سیمه ییزه پولیسو کې د وسله والو طالبانو نفوذي کس وو.

که څه هم د دغه کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو ملي امنیت ریاست وایي، دې کسانو د افغان ځواکونو د عملیاتو په اړه معلومات راټولو او طالبانو ته یې ورکول او دغه راز یې په ګڼو ترهګرو فعالیتونو کې لاس درلود، چې پر خپلو کړنو یې اعتراف هم کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي