۰
ولسمشر غني:

ملکي تلفات راته د منلو نه دي، امنیتي مسوولین مې راغوښتي

چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۰
ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې وروستیو ملکي تلفاتو ته په اشارې وايي، په هېڅ صورت د ولسی وګړو مرګ ژوبله ژوبله ورته د منلو نه ده.
ملکي تلفات راته د منلو نه دي، امنیتي مسوولین مې راغوښتي
ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې وروستیو ملکي تلفاتو ته په اشارې وايي، په هېڅ صورت د ولسی وګړو مرګ ژوبله ژوبله ورته د منلو نه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن چهارشنبې د کب ۲۲ مه ارګ کې د عبدالعلي مزاري د شهادت په یاد غونده کې وکړې.

ښاغلي غني و ویل، چې په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورته رسېدلي، چې سخت یې خواشنۍ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ورته په هېڅ صورت د منلو نه ده او د همدې لپاره یې نن ۱۲ بجې د امنیتي ارګانونو ټول مسوولین ورغوښتي تر چې په دې اړه وضاحت ورکړي.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې د ملکي تلفاتو په اړه باید جدي پلټنې وشي او امنیت چارواکي باید پر دې کار وکړي چې څنګه د ملکیانو د تلفاتو مخنوی کېدای شي.

هغه و ویل«ملکي تلفاتو خواشنی کړی یم، ټول امنیتي مسوولین مې نن ۱۲ بجې راغوښتي، له دوی سره به پر دې خبرې وکړ، چې څنګه کولی شو د دغه مرګ ژوبلې مخنیوی وکړو او کچه یې صفر ته راټیټه کړو.»

ښاغلي غني زیاته کړه، ټولو امنیتي ارګانونو ته یې لارښوونه کړې، چې هر څومره مهم هدف وي، خو ملکیانو ته باید په کې مرګ ژوبله ونه رسېږي.

نوموړي و ویل«امنیتي ځواکونو ته مې لارښوده ده، که هر څومره مهم هدف وي، خو چې یوه ملکي ته به کې مرګ ژوبله اړوي، باید هغه هدف ته انتظار وباسي او یا هم ورنه تېر شي.»

ولسمشر ټینګار وکړ، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې ټولو قوانینو او اصولو ته ژمن دي او باید د ملکي وګړو د ژوند په اړه مسوولانه ځواب ورکړي.

ښاغلی غني دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې د راپورونو له مخې په تېرو څو ورځو کې په پکتیا، میدان وردګ، ننګرهار او غزني ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي