۰

د افغانستان ټول زعفران متحده عربي امارات اخلي

دوشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په متحده عربي اماراتو کې له افغان سوداګرو سره د یوې غونډې پر مهال و ویل، چې د افغانستان ټول زعفران به متحده عربي امارات پېري.
د افغانستان ټول زعفران متحده عربي امارات اخلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په متحده عربي اماراتو کې له افغان سوداګرو سره د یوې غونډې پر مهال و ویل، چې د افغانستان ټول زعفران به متحده عربي امارات پېري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني، چې پرون یکشنبې د کب ۲۶ مه متحده عربي اماراتو ته تللی د دغه هېواد له امیر او نورو چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

ولسمشر غني د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره تر کتنې وروسته هلته مېشت افغان سوداګرو ته په یوه ناسته کې و ویل، چې د اماراتو مشر ورسره ژمنه کړې، چې د افغانستان ټول زغفران به دوی اخلي او دغه راز به د افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا په موخه یو هوايي کورېدور جوړوي.

ولسمشر همدارنګه و ویل، چې د اماراتو له چارواکو سره یې د افغانستان د ګلاب او مرسل د سوداګرۍ په اړه هم خبرې کړې او هغوی هم په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دغه زار ولسمشر غني زیاته کړه، چې باکو ته د سفر پر مهال
نوموړي و ویل«سوداګرو ته ګواښ ماته ګواښ دی، دا نور په هېڅ صورت د منلو نه دی، ما امنیتي ارګانونو ته امر کړی، چې کابل پاک کړي، کار پرې روان دي، ژمنه مې ژمنه ده، د امنیتي معین صیب جرآت لري پوه دی، د کورنیو چارو او ملي دفاع سرپرست وزیران هم ژمن دي، نور به حیرتان، اسلام قلعه، تورغنډۍ، بولدک درته پاکېږي، ځکه دا مهال د دولت عایدادت ۲۵ سلنه راټولېږي او پاتې ۷۵ سلنه نور یې په غلته او نورو لارو ځي، چې باید مخه یې ونیول شي، خو له سوداګرو په تېرو بیا له لویو سوداګرو غواړي، چې دوی هم په خپل تجارت کې غلت اسناد وړاندې نه کړي، که مو غلتي وکړه، نوم مو په رسنیو کې خپروم، ځکه همکاري باید دوه اړخیزه وي.»
د اذربایجان ولسمشر ورسره ژمنه کړې، چې د افغانستان، بادام، کچالو، پیاز او انګورو ته به لومړیتوب ورکوي او له افغانستان سره به خپلې سوداګریزه اړیکې پراخوي.

ښاغلي غني په ورته وخت په سواګرو غږ وکړ، چې د بازار موندنه به افغان حکومت په ځانګړې توګه دی ورته کوي، خو سوداګر هم باید پانګونه وکړي.

افغان ولسمشر وایي، دا مهال د افغانستان صادرات تر یو میلیارد اوښتي، چې راتلونکی کال دغه هدف ۲ میلیارد ډالر او تر راتلونکو څلورو کلونو پورې له شپږ تر اتو میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.

هغه افغان سوداګرو ته د کانونو به برخه کې هم د پانګونې وړاندیز وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان د معادونو په اړه ټول قوانین پاک شوي، اصول پاڼو په جوړولو یې کار روان دی او سوداګر کولی شي، په دې برخه کې هم پانګونه وکړي.

دغه راز ولسمشر زیاته کړه، چې کابل کې دوه زره جرېبه ځکه د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره برابره ده او حکومت چمتو دی، چې د سوداګرو په لاس یې په تخفیف ورکړي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني د سوداګرو او پانګوالو د امنیت په برخه کې هم هغوی ته ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې په کابل کې د امنیت په خاطر تصفیه روانه ده او تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې به وسلې راټولې شي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې دا مهال په کابل کې د سړي تښتوونکو او نورو لویو مافیايي ډلو ټغر مخ په ټولېدو دی او هغوی له صحنې پښې سپکې کړې دي.

نوموړي و ویل«سوداګرو ته ګواښ ماته ګواښ دی، دا نور په هېڅ صورت د منلو نه دی، ما امنیتي ارګانونو ته امر کړی، چې کابل پاک کړي، کار پرې روان دي، ژمنه مې ژمنه ده، د امنیتي معین صیب جرآت لري پوه دی، د کورنیو چارو او ملي دفاع سرپرست وزیران هم ژمن دي، نور به حیرتان، اسلام قلعه، تورغنډۍ، بولدک درته پاکېږي، ځکه دا مهال د دولت عایدادت ۲۵ سلنه راټولېږي او پاتې ۷۵ سلنه نور یې په غلته او نورو لارو ځي، چې باید مخه یې ونیول شي، خو له سوداګرو په تېرو بیا له لویو سوداګرو غواړي، چې دوی هم په خپل تجارت کې غلت اسناد وړاندې نه کړي، که مو غلتي وکړه، نوم مو په رسنیو کې خپروم، ځکه همکاري باید دوه اړخیزه وي.»

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا پر سوداګرو غږ وکړ، چې په افغانستان کې ورته په بېلا بېلو برخو کې د پانګونې زمینه برابره شوې او سوداګر هم باید پانګونه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي