۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

غواړو افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرې وکړي/ پر پاکستان به نور فشار هم راوړو، هغوی ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي

سی شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۰
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، امریکا غواړي د افغانستان ستونزه د یوه سیاسي تفاهم لارې حل شي.
غواړو افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرې وکړي/ پر پاکستان به نور فشار هم راوړو، هغوی ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، امریکا غواړي د افغانستان ستونزه د یوه سیاسي تفاهم لارې حل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي دغه څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې زلمی خلیلزاد د سیمې له سفره برېته راستون شوی او په دغه مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې اوس امریکا غواړي، چې افغان حکومت او وسله وال طالبان مخامخ خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا په افغانستان کې د اوږدې جګړې پای ته رسېدل او یو داسې حل غواړي، چې د امریکا د ترهګرۍ ضد اندېښنې ختمې شي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان پر رول بیا نیوکه کړې او ویلي یې د امریکا امنیت ته د ورپېښو پنځو لویو مسلو نه یوه هم د پاکستان د اټومي پروګرام په اړه اندېښنې دي، چې کېدای شي ترهګر ورته لاس ولري.

هغه و ویل، چې پاکستان ترهګرو ته پناهځایونه ورکوي او د ټرمپ حکومت چې د دغه ضد کوم ګامونه پورته کړیدي، پخوا یې سارې نه لیدل کیږي.

پمپیو ویلي دوی ځکه د ترهګرۍ د ختمولو په اړه جدي دي، چې په وینا یې امریکا خپل دوستان بایللي او د سپټمبر له ۱۱ مې له پېښې يې ډېر څه زده کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي« ځکه موږ په پاکستان فشار اچوو چې په دغه برخه کې نور اقدامات وکړي.»

هغه د پاکستان او هند تر منځ ورستي کړکېچ ته هم اشاره ويلي، چې دغه شخړه هم د هغو ترهګرو له امله رامنځ ته شوې، چې د پاکستان له خاورې هند ته اوښتی و.

پمپیو وايي، پاکستان دې ته اړ دی چې د ترهرو خوندي پټنځایونه او مرکزونه له منځه یوسي او د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي