هالنډ کې په وسله وال برید تورن کس نیول شوی دی

28 حوت 1397 ساعت 9:52

د هالنډ پولیس وايي، هغه کس یې نیولي، چې به اوتریخت ښار کې د یوه ښاري ریل ګاډي د ننه یې پر خلکو ډزې کړې دي.


د هالنډ پولیس وايي، هغه کس یې نیولي، چې به اوتریخت ښار کې د یوه ښاري ریل ګاډي د ننه یې پر خلکو ډزې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پولیسو ویلي نیول شوي کس په یاد برید کې درې تنه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د دوی په وینا نیول شوی کس ګوکمن تنش نومېږي، ۳۷ کاله عمر لري او د ترکیې دی.

دغه کس پرون دوشنبې د مارچ ۱۸ مه په ښاري ریل ګاډي کې ډزې وکړې او وتښتید، خو وروسته د پولیسو له خوا ونیول شو.

د پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته په په اوتریخت ښار کې سخت احضارات ونیول شول او د ښوونځیو، هوایي ډګرونو، مهمو زیربناو او جماتونو امنیت څو چنده شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114619

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114619/

جمهور
  https://www.jomhornews.com