۰

هالنډ کې په وسله وال برید تورن کس نیول شوی دی

سی شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۲
د هالنډ پولیس وايي، هغه کس یې نیولي، چې به اوتریخت ښار کې د یوه ښاري ریل ګاډي د ننه یې پر خلکو ډزې کړې دي.
هالنډ کې په وسله وال برید تورن کس نیول شوی دی
د هالنډ پولیس وايي، هغه کس یې نیولي، چې به اوتریخت ښار کې د یوه ښاري ریل ګاډي د ننه یې پر خلکو ډزې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پولیسو ویلي نیول شوي کس په یاد برید کې درې تنه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د دوی په وینا نیول شوی کس ګوکمن تنش نومېږي، ۳۷ کاله عمر لري او د ترکیې دی.

دغه کس پرون دوشنبې د مارچ ۱۸ مه په ښاري ریل ګاډي کې ډزې وکړې او وتښتید، خو وروسته د پولیسو له خوا ونیول شو.

د پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته په په اوتریخت ښار کې سخت احضارات ونیول شول او د ښوونځیو، هوایي ډګرونو، مهمو زیربناو او جماتونو امنیت څو چنده شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي