۰
رویټرز:

امریکا د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محب سره خپلې اړیکې پرېکړې

سی شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۲
څلورو امریکايي چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې امریکا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره خپلې اړیکې پرېکړې دي.
امریکا د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محب سره خپلې اړیکې پرېکړې
څلورو امریکايي چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې امریکا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره خپلې اړیکې پرېکړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چارواکو زیاته کړې امریکا له محب سره وروسته له هغې اړیکې پرېکړې، چې نوموړي د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په برخه کې نیولې وکړې.

محب په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي، زلمي خلیلزاد طالبانو سره په خبرو کې افغان حکومت څنډې ته کړی او په دې خبرو کې خپلې شخصي ګټې لټوي.

هغه دا هم ویلي و چې خلیلزاد وړاندې هم د افغانستان د ولسمشرۍ تر لاسه کولو هڅه کړې وه او دا ځل بیا غواړي ځان وایسرای کړي.

د محب تر دغه خبرو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غبرګون وښودل او ویې ویل، چې پر خلیلزاد برید د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت برید دی.

ویل کېږي واشنګټن محب احضار کړی هم و او اوس رویټرز د څلورو امریکایي سرچینو له قوله لیکلي چې ولسمشر غني ته ویل شوي، چې امریکایان به نور له حمدالله محب سره معامله و نه کړي.

دغه امریکايي چارواکو زیاته کړې افغان ولسمشر ته يې ویلي دوی نور له محب سره څه نلري امریکایان به نه په کابل او نه هم واشنګټن کې له محب سره معامله وکړي.

په ورته وخت افغانستان کې هم یو شمېر باوري سرچینو ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ډیویډ هیل د محب په اړه ولسمشر غني ته تلېفون کړی دی.

دغه سرچینو ویلي امریکا اله خپله اړخه په څرګند ډولول ولسمشر غني ته  ویلي، چې نور به محب ته په واشنګټن کې ښه راغلاست ونه ویل شي.

یعني داسې فکر کیږي چې نور ښايي محب ته اجازه ورنکړل شي چې امریکا ته سفر وکړي دوه ورځې وړاندې راپورنه ورکول شول چې محب د امریکا د ویزې له بندیز سره مخ شوی دی.

رویټرز د څلورو امریکایي سرچینو له قوله لیکلي چې ولسمشر غني ته وویل شول چې امریکایان به له حمدالله محب سره معامله و نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي