افغانستان کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي دي

3 حمل 1398 ساعت 9:07

افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، دوه پوځیان یې د عملیاتو پر مهال په دغه هېواد کې وژل شوي دي.


افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، دوه پوځیان یې د عملیاتو پر مهال په دغه هېواد کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې غوڅ ملاتړ ماموریت پرون جمعه د وري ۲ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه دوه امریکايي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

په دغه خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي، چې دغه سرتېري څه وخت او د افغانستان په کومه سیمه کې وژل شوي.

د دغه دوه امریکايي سرتېرو په وژل کېدو سره روان ۲۰۱۹ میلادي کال افغانستان کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو شمېر څلورو تنو ته ورسېده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114691

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114691/

جمهور
  https://www.jomhornews.com