۲

غني د بې‌ پروايۍ په درانه خوب ویده دی

دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۳
په څو وروستیو میاشتو کې د پښتنو مشرانو ځنځیري وژل کېدل د خلکو ترمنځ خورا ډېر اندېښمنوونکي شوي دي او داسې ښکاري چې حکومت د پښتنو مشرانو او ان خپلو کدرونو او لوړپوړو چارواکو د ساتنې او ملاتړ وړتیا او ظرفیت هم نه‌لري.
غني د بې‌ پروايۍ په درانه خوب ویده دی
په څو وروستیو میاشتو کې د پښتنو مشرانو ځنځیري وژل کېدل د خلکو ترمنځ خورا ډېر اندېښمنوونکي شوي دي او داسې ښکاري چې حکومت د پښتنو مشرانو او ان خپلو کدرونو او لوړپوړو چارواکو د ساتنې او ملاتړ وړتیا او ظرفیت هم نه‌لري.

دې وژنو دا انګېرنه رامنځ ته کړې چې د غني په مشرۍ حکومت د قومي مشرانو، مخورو او لوړپوړو کسانو د امنیت له خوندیتوب سره چندان دلچسپي او لېوالتیا نه‌لري، که نه نو دا د حکومت په وس کې ده چې د مهمو او مطرحو څېرو د خوندیتوب لپاره برنامه او پروګرام ولري.

د پښتنو مشرانو پرله پسې وژنه کومه نوې خبره نه‌ده؛ داسې ښکاري چې دا وژنې د یوه منظم پلان له مخې ترسره کېږي او تر شا يې ډېر لوی او مرموز لاسونه دي. د افغانستان دوښمنان په دې پوهېږي چې دا هېواد تر ډېره پر قومي جوړښتونو او ارزښتونو متکي دی او قومي مشران او مخور هغه کسان دي چې د هېواد ژغورنې ملي روحيه لري.

ښايي له همدې کبله وي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې دوښمن په افغانستان کې د نورو ارزښتونو په نښه کولو سربېره د قومي جوړښتونو په تضعیفولو او د قومي مشرانو او مخورو په له منځه وړلو پسې راخستې ده. په دې کلونو کې موږ ولیدل چې ډېرې درنې څټې رانه‌واخستل شوې. دا قربانۍ تر ډېره بریده هغو سیمو کې ډېرې وې چې موږ له خپلو ځینو خودغرضه ګاونډيانو سره نږدې پولې لرو.

ماضي به پر ځای پرېږدو او د پېښې په شالید به ډېر تمرکز نه‌کوو، په همدې وروستیو څو میاشتو کې وینو چې یو ځل بیا د قومي مشرانو، بانفوذه او مخورو خلکو وژنو زور اخستی او تر ډېره بریده په جنوب‌لویديځه او په تېره په کندهار کې د دې پېښو شاهدان پاتې شوي یو.

په اووه نويم کال کې لومړی د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په نښه شو. عبدالرزاق هغه څوک و چې قومي جوړجاړیو ته يې ارزښت ورکاوه او یو هېوادپاله پوځي و. رازق په ولس کې ځانګړی شهرت او محبوبیت حاصل کړی و او د همدغو ولسونو د یووالي د ساتلو او همکارۍ له لارې یې د کندهار امنیت ښه کنټرول کړی و. جبار قهرمان هغه سپاهي و چې له دوښمن يې سترګې نه سوځېدې او د ولس په ملاتړ يې ډېر کلونه د افغانستان د دوښمنانو توطیعو پر وړاندې ودرېد او په پای کې د همدغو دوښمنانو له خوا ووژل شو.

په همدې تېره اوونۍ کې بیا د کندهار د درېیو کلونو مخکې پېښې غوندې چې د کندهار ولایت مرستیال والي شمسي په کې ووژل شو، د هلمند ولایت د اقتصاد رئیس په نښه شو. هغه هم په داسې يوه ورځ کې چې هغه د خپل هېواد د بزګرانو هڅولو کوښښ کاوه او د بزګر ورځې په مناسبت یې په یوه غونډه کې خپلې مشورې ورسره شریکولې.پر دې وژنې شپه لا نه وه تېره چې د ولسي جرګې یو فعال غړی عبیدالله بارکزی په کندهار کې په نښه شو.

په ټولنیزو رسنیو کې د عبیدالله بارکزي وژنې سخت غبرګونونه پارولي او پر حکومت پرله‌پسې نیوکه کېږي چې ولې د داسې مهمو کسانو د وژنو په مخنیوي کې پاتې راځي؛ په تېره بیا د هغو کسانو د وژنې په مخنیوي کې چې مطرح سټې او ان د دولتي جوړښت برخه وي.

کندهار پخوا تر دې هم د داسې پېښو شاهد پاتې شوی او حتا فعالې ښځې په کې په ډېرې اسانۍ وژل شوې دي، چې یوه څرګنده بېلګه يې ستاره اڅکزۍ وه چې له هېواده بهر یې ښه او ارام ژوند پرېښی او د خپل وطن خدمت ته يې ملا تړلې وه.

ولس، حکومت په تېره بیا غني پړ ګڼي او وايي چې په هیڅ یوه برخه کې یې اساسي کار او مسوولانه چلند نه‌دی کړی.

د ولس په خبره که چېرې جمهور رئیس غني وطن ته پر اساسي کار او مسوولانه چلند باور درلودای؛ نو نن به قومي مشران، مخور او لوړپوړي دولتي چارواکي څه چې عادي خلکو ته به هم زیان نه پېښېده.

ولس، غني یو بې‌پروا شخص بولي او وايي چې د نوموړي تر مشرۍ لاندې حکومت په شتون کې به د دغسې پېښو ګراف نور هم پورته او وضعیت خراب شي. اوس دا د ولس دنده ده چې په یوه نوي انتخاب فکر وکړي او تر جوزا وروسته د حکومت ناقانونه دوام مخه ونیسي.

سیدمیلاد ژمن
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي