۰
نشنل انټرسټ:

په افغانستان کې د امریکا اوسنۍ سیاست ناکام دی

سی شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۴
نشنل انټرسټ مجله په خپله یوه مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې د امریکا اوسنۍ سیاست او پالیسي ناکامه ده او باید چې خپله تګلاره بدله کړي.
په افغانستان کې د امریکا اوسنۍ سیاست ناکام دی
نشنل انټرسټ مجله په خپله یوه مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې د امریکا اوسنۍ سیاست او پالیسي ناکامه ده او باید چې خپله تګلاره بدله کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه مقاله کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې پړه یوازې پر نظامیانو نه اچول کېږي.

د لیکوال په باور سره له دې چې زرګونه پوځیان په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته وړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې نه دی توانېدلی، چې په سیاسي لحاظ په دغه هېواد کې نفوذ ولري او د سیاست او ديپلوماسۍ له لارې وضعیت کنټرول کړي.

نشنل انټرسټ لیکي د امریکا اوسنی سیاست ناکام دی، ځکه دوی له کلونو راهیسې جګړه کوي، تلفات ورکوي، پیسې لګوي خو په دغه هېواد کې د امنیت په راتګ، د سولې په راوستو او قوي حکومت په جوړولو کې نه دي بریالي شوي.

په دغه مقاله کې پر امریکا غږ شوی، چې په افغانستان کې خپلې اوسنۍ تګلارې بدلې کړي او په دغه هېواد کې د سیاسي او ديپلوماتیکو پلانونو پر مخ قوي بنسټونه رامنځ ته کړي او دایمي ثبات راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي