۰

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر کابل ته راغلې

سی شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۲
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګاریني په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلې او ټاکل شوې د افغان حکومت له مشرانو سره وګوري.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر کابل ته راغلې
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګاریني په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلې او ټاکل شوې د افغان حکومت له مشرانو سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن موګاریني نن سه شنبې د وري ۶ مه کابل ته راغلې ده، چې د افغان حکومت له مشرانو سره به پر سیاسي، امنیتي، انتخاباتي او سیمې پر حالاتو خبرې ولري.

ویل کېږي مېرمن موګارني به د افغان حکومت له مشرانو سره تر کتنې وروسته د ولسمشر غني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې هم خبرې وکړي.

باید و ویل شي، چې نوموړې پرون دوشنبې د وري ۵ مه اسلام آباد ته تللې وه او د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نورو چارواکو سره کتلي وو.

نوموړې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې و ویل، چې دوی له پاکستان سره په ګډه کار کوي، تر چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

نوموړي د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول ارزښتناک وباله او ویې ویل، چې په دغه هېواد کې سوله نه یوازې اسلام آباد بلکې اروپايي ټولنې ته هم ګټوره او خورا مهمه ده.

هغې ټینګار وکړ، چې اروپايي ټولنه د افغان سولې له بهیره ملاتړ او له پاکستان سره په ګډه کار کوي، چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

د اروپايي ټولنې د بهرني پالیسۍ مشرې زیاته کړه، دغه ټولنه هڅه کوي، چې په افغانستان کې ښکېل اړخونه سولې ته وهڅوي او سوله ټینګه شي.

په ورته وخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له مېرمن موګارني سره ژمنه کړې، چې هېواد به یې د افغانستان د سولې په بهیر کې خپل مسوولیت ادا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي