۰
ولسمشرغني:

د سولې پروسه کې وړه تېروتنه به منفي پایلې ولري، هغه ثبات چې د ګواښ له لارې وي ثبات نه دی

سی شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان د سولې پروسه کې حساسه او سخته لحظه راغلې او په دې برخه کې وړه تېروتنه به منفي پایلې ولري.
د سولې پروسه کې وړه تېروتنه به منفي پایلې ولري، هغه ثبات چې د ګواښ له لارې وي ثبات نه دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان د سولې پروسه کې حساسه او سخته لحظه راغلې او په دې برخه کې وړه تېروتنه به منفي پایلې ولري.

د جمهورآژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن سه شنبې د وري ۶ مه ارګ کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فدریکا موګریني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

نوموړي د افغانستان د سولې او پرمختګ په برخه کې د اروپايي ټولنې له هر اړخیزه مرستو او همکاریو د مننې ترڅنګ و ویل، چې دغه ټولنه په افغانستان او نړۍ کې له ثبات، امنیت او پرمختګ پرته بله موخه او اجنډا نه لري.

ولسمشر و ویل، چې په افغانستان کې د سولې، ثبات، پرمختګ او د ۴۰ کلن بحران د پای ته رسېدو لپاره ښه فرصت رامنځ ته شوی خو په وینا یې افغانستان دا مهال په همدې فرصت کې له سختې لحظې
ښاغلي غني و ویل«سخته لحظه راغلې که په دې وخت کې څوک وار خطايي وکړي، نتایج به یې منفي وي، خو په هره سخته لحظه کې یو فرصت شته او د افغانستان د سولې فرصت دا دی، چې نور دغه ۴۰ کلن بحران پای ته روسېږي او دا د ټاکنو او قانون د پلي کولو په ترڅ کې راتلای شي، ځکه که منتخب حکومت او د قانون پلي کول نه وي له فرصته ګټه نه شي اخستل کېدای، د جګړې د پای ته رسېدو ښه فرصت دی او ولس باید په کې شریک وي، دا فرصت به د لویې مشورتي جرګې له لارې افغان ولس ته زمینه برابره کړي، چې خپل راتلونکی خپله وټاکي.»
سره مخ دی.

ولسمشر زیاته کړه، چې د افغانستان ملت آزاد ملت دی او آزادي تر هر څه ورته مهمه او هغه ثبات غواړي، چې قانون په کې پلی شي.

هغه زیاتوي« زموږ آزادي همېشه له هر څه راته مهمه ده، هغه ثبات چې موږ غواړو د قانون پلي کول او د ټول ولس برخه اخیستل دي، هغه ثبات چې د ټوپک له لارې راځي ثبات نه دی، بلکې د بل جګړیز فصل پیل دی.»

افغان ولسمشر د افغانستان د بهرني سیاست په اړه و ویل، چې د هېواد سیاست یې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر ګډو ګټو او ټکو راڅرخي او موخه یې دا ده، چې نور ټولې منفي انګېزې پر مثبتو هغو واوړي.

ښاغلي غني و ویل«زموږ سیاست له همکارانو سره به ګډو ټکو راڅرخي زموږ قرن دا نه دی، چې له چا سره د ګواښ په ژبه خبرې وکړو.»

افغان ولسمشر زیاته کړه، هغه څه چې اروپايي ټولنه په کې پر افغان حکومت حساب کولی شي دا ده چې افغانستان سیمه ییز او نړیوالو همکاریو او دغه راز په سیمه او نړۍ کې امنیت ته ژمن دی.

د ولسمشر په وینا په افغانستان کې روان تاوتریخوالی یوازې داخلي محصول نه بلکې، د سیمې او نړیوالو محصول دی، چې په ګډه باید ورته حل لار ولټول شي.

ښاغلي غني د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د همکاریو او په ځانګړې توګه له راتلونکو ټاکنو د هغوی له ملاتړ څخه مننه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي