۰

ننګرهار کې د ازبک جګره مارو په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي

سی شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۸
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي ننګرهار ولایت کې د ازبک جنګیالیو په ګډون د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
ننګرهار کې د ازبک جګره مارو په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي ننګرهار ولایت کې د ازبک جنګیالیو په ګډون د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۱ سېلاب قول اردو نن سه شنبې د وري ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه وسله وال طالبان د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د شېرزادو ولسوالۍ د توتو په سیمه کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د ازبک جنګیالیو په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خبرپانه کې د ازبک جنګیالیو شمېر نه دی معلوم شوی خو ویل شوي، چې دغه بهرني وسله وال د طالبانو او القاعده شبکې له خوا په ګډه سیمې ته راوستل شوي وو.

په ورته وخت کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند جګړن هارون یوسفزی وايي، په یاده سیمه کې هوايي برید هم شوی او د طالبانو دوه مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې پوخي چارواکو پرون د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ۸۷ داعش وسله والو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي