رباني:

د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې د ښځو حقونه سره کرښه ده

6 حمل 1398 ساعت 14:32

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې د ښځو حقونه د افغان حکومت لپاره سره کرښه ده، چې ورنه تېر به نه شي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې د ښځو حقونه د افغان حکومت لپاره سره کرښه ده، چې ورنه تېر به نه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي رباني دغه څرګندونې د جرمني د بیلډ په نوم ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې افغان حکومت په قطر کې د سولې د روانو خبرو کلک ملاتړی دی او د افغانستان د ستونزې حل یوازې په خبرو اترو کې ویني.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د روان کړکېچ د حل یوازینې لار خبرې دي، خو په وینا یې په افغانستان کې به د نجونو پر تعلیم هېڅ راز محدویت ته اجازه ور نه کړل شي.

ښاغلي رباني ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې د ښځو حقونه او د تېرو کلونو لاس ته راونې سرې کرښې دي.

د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د سولې خبرې طالبانو ته د تسلیمۍ او په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د بیا ټینګولو په معنی نه‌ ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114814

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114814/

جمهور
  https://www.jomhornews.com