د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې د ښځو حقونه د افغان حکومت لپاره سره کرښه ده، چې ورنه تېر به نه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي رباني دغه څرګندونې د جرمني د بیلډ په نوم ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې افغان حکومت په قطر کې د سولې د روانو خبرو کلک ملاتړی دی او د افغانستان د ستونزې حل یوازې په خبرو اترو کې ویني.
هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د روان کړکېچ د حل یوازینې لار خبرې دي، خو په وینا یې په افغانستان کې به د نجونو پر تعلیم هېڅ راز محدویت ته اجازه ور نه کړل شي.
ښاغلي رباني ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې د ښځو حقونه او د تېرو کلونو لاس ته راونې سرې کرښې دي.
د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې د سولې خبرې طالبانو ته د تسلیمۍ او په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د بیا ټینګولو په معنی نه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل