۰
د سولې او اعتدال ټیم:

د عمران خان څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ده

سی شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۶
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو غندلې او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې بربنډ لاسوهنه بللې ده.
د عمران خان څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ده
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو غندلې او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې بربنډ لاسوهنه بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران یو ځل بیا تازه پرون باجوړ کې یوې غونډې کې د وینا پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې د سولې د ټنګښت لپاره د موقت حکومت جوړول یوازیني لار ده.

عمران خان په خپلو خبرو کې پر افغان حکومت هم تور پورې کړی، چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي، چې له امله یې یو ځل د دوی او طالبانو تر منځ ناسته هم لغوه شوه.

خو د سولې او اعتدال ټیم د عمران خان دغه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې او ویلي یې دي، چې د هغه دا څرګندونې له ټولو نړیوالو او دپیلوماتیکو نورمونو ښکاره سرغړونه ده.

د یاد ټیم له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د خان دغه څرګندونې به نه یوازې د افغان ولس احساست راوپاروي، بلکې د دواړو هېوادونو تر منځ به اړیکې ترینګلې کړي.

د سولې او اعتدال ټیم ویلي دوی نه یوازې د عمران خان دغه څرګندونې په کلکو ټکو غندي، بلکې ټینګار لري، چې د افغانستان کورنۍ مسایل په افغان ولس او ملي حاکمیت پورې اړه لري او هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي، چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

یاد ټیم ویلي، چې د جواز په لومړۍ نېټه د اوسني حکومت پای ته رسېدل او د سرپرست حکومت تشکیل د افغانستان کورنۍ مساله، چې د افغانستان په اساسي قانون او د ولس په ملي اجماع پورې اړه لري.

باید و ویل شي، چې عمران خان له دې وړاندې هم هغه مهال چې قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ ۱۶ ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدلې ویلي و، چې په افغانستان کې به ډېر ژر سوله ټینګه او داسې یو موقت حکومت به رامنځ ته شي، چې ټولې خواوې په کې خپل ځان وګوري.

هغه مهال هم د عمران خان څرګندونې د افغان حکومت او ولس له سخت غبرګون سره مخ شوې او پاکستان یې د افغانستان په کورنوی چارو کې په لاسوهنو تورن کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي