ترکیه کې څلور افغان کډوال په اوبو کې مړه شوي

7 حمل 1398 ساعت 12:05

راپورونه وايي، ترکیه کې یوه کښتی چې ۱۵ تنه افغان او ایراني کډوال په کې سپاره و، ډوبه شوې او څلورو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


راپورونه وايي، ترکیه کې یوه کښتی چې ۱۵ تنه افغان او ایراني کډوال په کې سپاره و، ډوبه شوې او څلورو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ترکي چارواکي وايي، دا کښتۍ پرون سه شنبې د وري ۶ مه د ترکیې د اوبو په شمالي برخه کې ډوبه شوې ده.

د چارواکو په وینا د کښتۍ د ډوبېدو له امله یو ماشوم او درې مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې څلور واړه افغانان دي.

دوی وايي، د ژغورنې د عملیاتو په پایله کې ۱۱ هغه کډوال چې غوښتل یې په غیر قانوني ډول اروپا ته لاړ شي ژغورل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114840

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114840/

جمهور
  https://www.jomhornews.com