۰

ترکیه کې څلور افغان کډوال په اوبو کې مړه شوي

چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۵
راپورونه وايي، ترکیه کې یوه کښتی چې ۱۵ تنه افغان او ایراني کډوال په کې سپاره و، ډوبه شوې او څلورو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ترکیه کې څلور افغان کډوال په اوبو کې مړه شوي
راپورونه وايي، ترکیه کې یوه کښتی چې ۱۵ تنه افغان او ایراني کډوال په کې سپاره و، ډوبه شوې او څلورو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ترکي چارواکي وايي، دا کښتۍ پرون سه شنبې د وري ۶ مه د ترکیې د اوبو په شمالي برخه کې ډوبه شوې ده.

د چارواکو په وینا د کښتۍ د ډوبېدو له امله یو ماشوم او درې مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې څلور واړه افغانان دي.

دوی وايي، د ژغورنې د عملیاتو په پایله کې ۱۱ هغه کډوال چې غوښتل یې په غیر قانوني ډول اروپا ته لاړ شي ژغورل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي