زابل کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې ده

7 حمل 1398 ساعت 12:20

سیمه ییز چارواکي وایي، زابل ولایت کې پنځو تنو وسله وال طالبانو ته د خپل ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وایي، زابل ولایت کې پنځو تنو وسله وال طالبانو ته د خپل ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د وري ۷ مه سهار مهال د مرکز کلات او شینکۍ ولسوالۍ تر منځ پر غځېدلې لار رامنځ ته شوې ده.

د شینکۍ ولسوال امیر جان الکوزی وايي، طالبانو پر دغه لار ماین اېښود، چې خپله یې پر دوی چاودنه کړې او درې طالبان یې وژلي دي.

د هغه په وینا په دغه چاودنه کې دوه نور طالبان هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 


د مطلب کود: 114842

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114842/

جمهور
  https://www.jomhornews.com