چين په فرهنګي برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي

8 حمل 1398 ساعت 13:49

افغان او چینايي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر لازياتوالي او پراختيا ټينګار کړی او چین ویلي، دوی له افغانستان سره په فرهنګي برخه کې هر اړخیزه مستې ته ژمن دي.


افغان او چینايي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر لازياتوالي او پراختيا ټينګار کړی او چین ویلي، دوی له افغانستان سره په فرهنګي برخه کې هر اړخیزه مستې ته ژمن دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې نن پنشنبې د وري ۸ مه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ او کابل کې د چین د سفیر او له بهرنيو هېوادونو سره د چين د دوستۍ د اړيکو له رييس سره په کتنه کې شوې دي.

په دې کتنه کې په بدخشان ولايت کې د افغانستان او چين د ګډې فرهنګي اوونۍ د نمانځنې، د بدخشان د واخان په سيمه کې د دواړو هېوادونو د لرغونپوهانو د ګډې څيړنې او د افغانستان د ژبو د څيړنې په اړه هم خبرې شوې دي.

حسینه ساپۍ وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کې د موزيمونو د ستراتيژۍ په اړه کار کوي او هڅه کوي چې د هېواد په هر ولايت کې یو، یو موزیم جوړ شي.

په ورته وخت کې د چین سفیر د افغانستان تاريخي اثار د اسيا په مدنيتونو کې ارزښت ناک وبلل او په چين کې يې د مس عینک د اثارو د نندارتون جوړولو غوښتنه وکړې ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هم د چین دغه غوښتنه ور سره منلې ده.

کابل کې د چین سفیر په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره په فرهنګي برخه کې هر اړخیزه مرستې ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 114882

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114882/

جمهور
  https://www.jomhornews.com