۰

چين په فرهنګي برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي

پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۹
افغان او چینايي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر لازياتوالي او پراختيا ټينګار کړی او چین ویلي، دوی له افغانستان سره په فرهنګي برخه کې هر اړخیزه مستې ته ژمن دي.
چين په فرهنګي برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي
افغان او چینايي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر لازياتوالي او پراختيا ټينګار کړی او چین ویلي، دوی له افغانستان سره په فرهنګي برخه کې هر اړخیزه مستې ته ژمن دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې نن پنشنبې د وري ۸ مه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ او کابل کې د چین د سفیر او له بهرنيو هېوادونو سره د چين د دوستۍ د اړيکو له رييس سره په کتنه کې شوې دي.

په دې کتنه کې په بدخشان ولايت کې د افغانستان او چين د ګډې فرهنګي اوونۍ د نمانځنې، د بدخشان د واخان په سيمه کې د دواړو هېوادونو د لرغونپوهانو د ګډې څيړنې او د افغانستان د ژبو د څيړنې په اړه هم خبرې شوې دي.

حسینه ساپۍ وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کې د موزيمونو د ستراتيژۍ په اړه کار کوي او هڅه کوي چې د هېواد په هر ولايت کې یو، یو موزیم جوړ شي.

په ورته وخت کې د چین سفیر د افغانستان تاريخي اثار د اسيا په مدنيتونو کې ارزښت ناک وبلل او په چين کې يې د مس عینک د اثارو د نندارتون جوړولو غوښتنه وکړې ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هم د چین دغه غوښتنه ور سره منلې ده.

کابل کې د چین سفیر په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره په فرهنګي برخه کې هر اړخیزه مرستې ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي