۰

لوړ پوړي امنیتي چارواکي بلخ ولایت ته رسېدلي دي

پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۱
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو امنیتي معین خوشحال سادت بلخ ولایت ته تللي دي.
لوړ پوړي امنیتي چارواکي بلخ ولایت ته رسېدلي دي
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو امنیتي معین خوشحال سادت بلخ ولایت ته تللي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امنیتي چارواکي نن پنشنبې د وري ۷ مه بلخ ولایت ته تللي او په دې سفر کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د قوماندانۍ عملیاتي جنرال رندي جورج هم ورسره دی.

بلخ ته د دغه لوړ پوړو امنیتي چارواکو د سفر موخه د شمالي ولایتونو د امنیت جاج اخستل دي او هلته به د شمالي ولایتونو له سیمه ییزه چارواکو سره د امنیت د ټنګښت په موخه تفصلي خبرې وکړي.

دا په بلخ ولایت کې د امنیه قوماندان د بدلون پر سر تر کړکېچ رامنځ ته کېدو وروسته دوهم ځل دی، چې لوړ پوړي امنیتي چارواکي بلخ ته سفر کوي.

بلخ ته دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي پر داسې مهال سفر کوي، چې د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطا محمد نور څو ورځې وړاندې په بلخ ولایت کې د یوې غونډې پر مهال خبرداري ورکړ، چې که امنیتي چارواکي د امنیه قوماندانۍ د ستونزې په اړه له دوی سره پر کړې ژمنه عمل ونه کړي، بیا پوهېږو چې څه وکړو.

ښاغلي نور ویلي و، چې د بلخ ولایت د امنیه قوماندان تبدیلي له دوی سره له مشورې پرته او په دې موخه شوې وه، چې حکومت غوښتل په بلخ ولایت کې تاوتریخوالی رامنځ ته، ښار ته اور ورکړي او جګړه رامنځ ته شي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې حکومت په دې کار سره غوښتل دی(ښاغلی نور) په ملي او نړیواله کچه بدنام کړي، خو په وینا یې د دوی تدبیر د حکومت دغه دسیسه شنډه کړه.

هغه په خپلو خبرو کې په بیا بیا خبرداری ورکړ، چې که امنیتي چارواکي په دې برخه کې ورسره کړې ژمنه عملي نه کړي نو هره کړنلاره په لاس کې لري او بیا پوهېږي، چې څه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي