له شمالي کوریا د ټرمپ غوښتنه:

خپل اټومي تاسیسات امریکا ته ولېږدوی

10 حمل 1398 ساعت 10:38

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شمالي کوریا غوښتي، چې خپل اټومي تاسیسات امریکا ته ولېږدوي.


رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شمالي کوریا غوښتي، چې خپل اټومي تاسیسات امریکا ته ولېږدوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټرز راپور کې ویلي، ټرمپ دغه غوښتنه ویتنام کې د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ اون سره په لیدنه کې له هغه په یوه کوچیني لیک کې، چې په انګلیسي او کوریايي ژبو لیکل شوی کړې ده.

سرچینه وایي، ټرمپ د شمالي کوریا ولسمشر ته ویلي، چې خپل اټومي تاسیسات او د اټومي سون مرکزونه امریکا ته ولېږدوي.

د رویټرز د معلوماتو پر بنسټ د دغه لیک له ورکړې سره سم کیم جونګ اون مذاکرات پرېښي دي او دغه خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

خو هغه مهال ټرمپ هغه مهال ویلي وو، چې شمالي کوریا سترې غوښتنې لرلې نو ځکه مذاکرات مات شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114918

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114918/

جمهور
  https://www.jomhornews.com