ایټالیا هم د چین له یو کمربند یوې لارې پروژې سره یو ځای شوه

10 حمل 1398 ساعت 12:22

ایټالیا چې د جي اووه غړی هېواد دی، د چین له یوه کمربند یوې لارې سترې پروژې سره یو ځای شوې او وايي دا کار یې د خپل هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کړی.


ایټالیا چې د جي اووه غړی هېواد دی، د چین له یوه کمربند یوې لارې سترې پروژې سره یو ځای شوې او وايي دا کار یې د خپل هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ایټالیا د پراختیا او اقتصاد وزیر ویلي، دوی د خپل هېواد د پرمختګ لپاره له دغه سترې پروژې سره یو ځای شوي دي.

د ایټالیا د پراختیا او اقتصاد وزیر ټینګار کړي، چې ښايي نور اروپايي هېوادونه هم ژر له دغه پروژې سره د وصلېدو لپاره خپل تیاری وښيي.

د ایټالیا دغه کار د امریکا غبرګون راپارولی او امریکایي چارواکوي ویلي ایټالیا ته نه ده په کار چې به دغه پروژه کېله چین سره یو ځای شي.

خو ایټالوي چارواکي وايي، امریکا دې د دغه ډول څرګندونو پر ځای تر څه وړاندې د چین پورونه پرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114927

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114927/

جمهور
  https://www.jomhornews.com