۰

ایټالیا هم د چین له یو کمربند یوې لارې پروژې سره یو ځای شوه

شنبی ۱۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۲
ایټالیا چې د جي اووه غړی هېواد دی، د چین له یوه کمربند یوې لارې سترې پروژې سره یو ځای شوې او وايي دا کار یې د خپل هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کړی.
ایټالیا هم د چین له یو کمربند یوې لارې پروژې سره یو ځای شوه
ایټالیا چې د جي اووه غړی هېواد دی، د چین له یوه کمربند یوې لارې سترې پروژې سره یو ځای شوې او وايي دا کار یې د خپل هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایټالیا د پراختیا او اقتصاد وزیر ویلي، دوی د خپل هېواد د پرمختګ لپاره له دغه سترې پروژې سره یو ځای شوي دي.

د ایټالیا د پراختیا او اقتصاد وزیر ټینګار کړي، چې ښايي نور اروپايي هېوادونه هم ژر له دغه پروژې سره د وصلېدو لپاره خپل تیاری وښيي.

د ایټالیا دغه کار د امریکا غبرګون راپارولی او امریکایي چارواکوي ویلي ایټالیا ته نه ده په کار چې به دغه پروژه کېله چین سره یو ځای شي.

خو ایټالوي چارواکي وايي، امریکا دې د دغه ډول څرګندونو پر ځای تر څه وړاندې د چین پورونه پرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي