۰

جنرال دوستم له وسله وال بریده روغ وتلی دی

یکشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۹
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له یوه وسله وال بریده روغ وتلی خو درې ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
جنرال دوستم له وسله وال بریده روغ وتلی دی
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له یوه وسله وال بریده روغ وتلی خو درې ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر ښاغلي دوستم دغه برید پرون شنبې د وري ۱۰ مه د مزارشریف – جوزجان په لویه لار شوی دی.

جنرال دوستم پرون له ترکیې د مزارشریف مرکز بلخ ته راغی او خپلو پلویانو ته تر وینا وروسته یې د جوزجان پر لور حرکت وکړ.

نوموړی جوزجان ته پر لاره وه، چې د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ په شرسره سیمه کې تر وسله وال برید لاندې راغی.

د جنبیش ګوند ویاند بشیر احمد تینج وايي، برید د ښاغلي دوستم په موټریز کاروان وشو، خو نوموړی ترې روغ رمټ وتلی دی.

د هغه په وینا په دې برید کې د ښاغلي دوستم یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

تینج زیاتوي، که څه هم جنرال دوستم د پېښې له رامنځ ته کېدو وړاندې خبر و خو بیا یې هم د خپل سفر پروګرام ونه ځنډاوه.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جنرال دوستم پرون په بلخ کې خپلو پلویانو ته په وینا کې و ویل، چې که ولسمشر او امنیت شورا اجازه ورکړي، نو په شپږو میاشتو کې به ټول شمال د وسله والو له شتون څخه پاک کړي.

هغه دا هم و ویل، چې د سولې خبرو ته هیله مند دی، خو وايي، که یې نتیجه ورنکړه نو چمتو دی له خپلو خلکو پر هغه توره دفاع وکړي، چې له پلار او نېکه ورپاتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي