هلمند کې ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

11 حمل 1398 ساعت 10:24

د کورنیو چارو وزارت په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو سره په جګړه کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


د کورنیو چارو وزارت په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو سره په جګړه کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د وري ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي طالبانو تېره شپه هلمند ولایت کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

که څه هم سرچینې په دقیق ډول د طالبانو د بریدونو سیمه نه ده ښودلې خو ویلي یې دي طالبان د پولیسو له سخت مقاومت سره مخ او په شا تمبول شوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه جګړه کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ۶ تنه ټپیان او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې، مهمات او لېږدونکي وسایل یې د پولیسو لاس ته ورغلي.

وزارت دا نه دي ویلي، چې په جګړه کې افغان ځواکونو ته زیان اوښتی که نه.

طالبانو هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 114960

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114960/

جمهور
  https://www.jomhornews.com