هلمند کې د ځانمرګو بریدونو ۷ طراحان وژل شوي دي

12 حمل 1398 ساعت 13:33

د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د ځانمرګو بریدونو ۷ تنه پلان جوړونکي وژلي دي.


د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د ځانمرګو بریدونو ۷ تنه پلان جوړونکي وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنې د وري ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه کسان تېره شپه وژل شوي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځانګړو پولیسو د هلمند د نهر سراج ولسوالي په شورکي کلي کې د ترهګرو پر یوه مرکز عملیات وکړل.

سرچینه زیاتوی، په دغه عملیاتو کې د ځانګړو بریدونو ۷ تنه پلانونکي وژل شوي او د چاوېدونکو توکو ډک یو موټر یې هم له منځه وړل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 115005

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115005/

جمهور
  https://www.jomhornews.com