د کورنیو چارو وزارت د ۳۰۳ ځانګړې قطعې ځواکونو په ننګرهار ولایت کې کوچنی کرېکټ لوبغاړی(احمد قریشي) له تښتوونکو خوشی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې احمد قریشي پرون دوشنبې د وري ۱۲ مه ماښام مهال د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې له تښتوونکو خوشی کړی شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی، وایي، قریشي د کورنیو چارو وزارت د ۳۰۳ ځانګړې قطعې په عملیاتو کې د له تښتونکو روغ رمټ ژغورل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې احمد قریشي تېره شپه ناوخته خپلې کورنۍ ته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
خوږیانی وايي، د نوموړي د تښتونې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په پېښه کې د ښکېلو کسانو د نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې ورانې دي.
په ورته وخت کې خپله قریشي ویلي، چې هېڅ ډول ربړول شوی نه دی او د یوه کور په یوه کوټه کې ساتل کېده.
د یادونې وړ ده کوچنی کرېکټر احمد قریشي چې په کوچیني راشد خان هم مشهور دی یوه اوونۍ وړاندې جلال آباد ښار کې د کرېکټ له تمرین وروسته کور ته په لاره و، چې انسان تښتوونکو وتښتاوه.
هغه د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان په څېر توپ اچوي او په دې سره یې د ډېرو پام ځان ته اړولی دی.
انسان تښتوونکو د قریشي د خوشي کولو په بدل کې د هغه له کورنۍ څخه د درې سوه زره امریکايي ډالرو غوښتنه درلوده.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار