۰
سادات:

کونړ او نورستان کې به داعش وځپل شي

سی شنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۵
لوړ پوړو امنیتي چارواکو نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې ژمنه کړې، چې په کونړ او نورستان ولایتونو کې به داعش ډله وځپي.
کونړ او نورستان کې به داعش وځپل شي
لوړ پوړو امنیتي چارواکو نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې ژمنه کړې، چې په کونړ او نورستان ولایتونو کې به داعش ډله وځپي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات پرون دوشنبې د وري ۱۲ مه دغه ولایتونو ته تللي دي.

نورستان ته د ښاغلي محب او ښاغلي سادات د سفر موخه د ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه د کونړ او نورستان د امنیت چارو ارزول دي.

دغه امنیتي چارواکو له ځايي چارواکو او ولسي خلکو سره خبرو کې په کونړ ولایت کې د داعش د فعالیتونو په اړه ویلي، چې دغه ډله به وځپي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال و ویل، چې داعش ننګرهار کې ماته خوړې او په تېښته دي، خو غواړي خپلې ځالې په کونړ او نورستان کې جوړې کړي.

خو ټینګار او ژمنه یې وکړهو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به ډېر ژر د خپلو ولسونو په همکارۍ داعش وځپي او له منځه به یې یوسي.

لوړ پوړي امنیتي چارواکي پر داسې مهال کونړ او نورستان ته ځي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کونړ په چپه درې ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش تر منځ سختې نښتې روانې دي.

په دغه نښتو کې دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې رسېدو تر څنګ لسګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي او له ستونزو سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي