د بدخشان ارغنج خوا ولسوالي بېرته افغان ځواکونو نیولې

13 حمل 1398 ساعت 10:38

ملي دفاع وزارت وايي، د بدخشان ولایت ارغنج خوا ولسوالي بېرته افغان ځواکونو نیولې او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، د بدخشان ولایت ارغنج خوا ولسوالي بېرته افغان ځواکونو نیولې او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاده ولسوالي څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده او د یو شمېر افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ادعا یې وکړ.

خو اوس ملي دفاع وزارت په یوه پیغام کې ویلي، چې دغه ولسوالي تېره ورځ د افغان ځواکونو له خوا بېرته نیول شوې ده.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې افغان ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې عملیات کړي د طالبانو څو مرکزونه یې په نښه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

دفاع وزارت د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 115029

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115029/

جمهور
  https://www.jomhornews.com