ملي دفاع وزارت وايي، د بدخشان ولایت ارغنج خوا ولسوالي بېرته افغان ځواکونو نیولې او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاده ولسوالي څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده او د یو شمېر افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ادعا یې وکړ.
خو اوس ملي دفاع وزارت په یوه پیغام کې ویلي، چې دغه ولسوالي تېره ورځ د افغان ځواکونو له خوا بېرته نیول شوې ده.
ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې افغان ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې عملیات کړي د طالبانو څو مرکزونه یې په نښه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
دفاع وزارت د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل