د لوګر د ولایتي شورا مرستیال په ترافیکي پېښه کې ومړ

14 حمل 1398 ساعت 9:37

د لوګر د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر عبدالولي وکیل د کابل – جلال آباد پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


د لوګر د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر عبدالولي وکیل د کابل – جلال آباد پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شبنې د وري ۱۳ مه د کابل – جلال آباد په لویه لار د کابل په سروبي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ډاکتر وکیل د کورنۍ غړي وايي، نوموړی له کابل څخه جلال آباد ته روان و، چې په سروبي کې یې ټکر کړی دی.

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وايي، په پېښه کې ډاکتر وکیل ژوند له لاسه ورکړی او مور یې ټپي شوې ده.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 


د مطلب کود: 115051

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115051/

جمهور
  https://www.jomhornews.com