۰

د برېښنا مزي بیا په بغلان کې پرې شوي دي

چهارشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۸
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له ازبکستان د وارېدونکې برېښنا مزي یو ځل بیا په بغلان ولایت کې د جګړې له امله پرې شوې دي.
د برېښنا مزي بیا په بغلان کې پرې شوي دي
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له ازبکستان د وارېدونکې برېښنا مزي یو ځل بیا په بغلان ولایت کې د جګړې له امله پرې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د برېښنا مزي پرون سه شنبې د وري ۱۳ مه د د خلم سب سټېشن په ۲۱ کیلومترۍ کې په پلخمري کې د جګړې له امله پرې شوې.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه مزو د پرېکېدو له امله، د کابل، پروان، ننګرهار، غزني او ګردیز ښارونو او نور ټولو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل د روښتايي لپاره دوی پر نورو لارو چارو اخته دي، خو دا چې دغه برېشنا کمه ده نو د مزو تر تړل کېدو پورې به برېښنا د تېرې کب میاشت د پرچاوی له جدول سره سم کابل ښاریانو ته وېشل کېږي.

ویل کېږي، چې د برېښنا شرکت کارکوونکو پرون هڅه کوله، چې دغه مزي بېرته وتړي، خو په سیمه کې طالبانو هغوی ته د کار اجازه نه ده ورکړې.

دا څوم ځل دی، چې په بغلان ولایت کې د جګړې له امله د برېښنا مزي پرې کېږي او یا یې هم وسله وال ستنې په بمونو الوزوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي