ولسمشر غني د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره وکتل

18 حمل 1398 ساعت 9:11

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د پوخ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال مک کینزي سره کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د پوخ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال مک کینزي سره کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کتنه پرون شنبې د وري ۱۷ مه ارګ کې تر سره شوې او دواړو لورو له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه بحث او خبرې کړې دي.

له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، جنرال مک کینزي ولسمشر ته ډاډ وکړی، چې امریکا د افغان حکومت ستراتېژیک همکار دی او کوښښ به وکړي، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، تمویل او تجهیز په برخه کې لا ډېر تمرکز وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115176

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115176/

جمهور
  https://www.jomhornews.com