د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا ویلي تر څو طالبان له افغان حکومت سره خبرو حاضر نه شي سوله ناشونې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې پرون شنبې د وري ۱۷ مه اردون کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال کړې ده.
نوموړي و ویل، چې طالبان تر اوسه له افغانانو، د افغانستان له دولت او نورو اړخونو سره خبرو ته نه دي حاضر شوي او هر کله چې دوی دغه کلیدي موضوع ته چمتو شي نو هغه مهال به د سولې پروسه پیل شي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د سولې او ټاکنو موضوع باید سره ونه تړل شي او نه به هم د سولې موضوع د ټاکنو پر موضوع کوم اغېز ولري.
د افغان حکومت اجرائیه رییس زیاته کړه، چې د سولې او ټاکنو دواړه پروسو لپاره چمتوالی هممهاله مخ ته ځي او حکومت پر دواړو موضوګانو تمرکز لري.
عبدالله ویلي«موږ په دواړ برخو کې کار کوو، خو یو باید په بل پورې ونه تړو، د اساسي قانون سره سم ټاکنې باید سږ کال تر سره شي او چتوالی ورته روان دی.»
اجرائیه رییس دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړاندې تر دې په وار وار ویل شوي، چې ښايي ټاکنې د سولې به خاطر وځنډول شي او یو موقت حکومت رامنځ ته شي.
خو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له رسنیو سره خبرو کې ویلي و، ښايي تر ټاکنو وړاندې سوله ونه شي نو ښه به وي، چې د ټاکنو لپاره پوره چمتوالي شتون ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل