اردن له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

18 حمل 1398 ساعت 10:12

د اردن پاچا دویم عبدالله د افغانستان د حکومت له اجرایيه رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.


د اردن پاچا دویم عبدالله د افغانستان د حکومت له اجرایيه رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي عبدالله پرون شنبې د وري ۱۷ مه د منځني ختیځ او شمالي افریقا په اړه د نړیوالې اقتصادي مجمع په څنډه کې د اردن له پاچا دویم عبدالله سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي دویم عبدالله، افغانستان د اردن تاریخي دوست او متحد یاد کړی او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تفاهم لیک د نهايي کېدو ژمنې تر څنګ ویلي، ډېر ژر به د سوداګریزو خونو په همکارۍ د افغان سوداګرو پلاوی اردن ته سفر وکړي.

د اردن د پاچا په وینا دغه پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو مطالعه وکړي څو له شته فرصتونو څخه استفاده وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 115183

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115183/

جمهور
  https://www.jomhornews.com