هلمند کې یو مشهور غل نیول شوی دی

20 حمل 1398 ساعت 11:45

د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو هلمند کې د نعمت الله په نوم مشهور غل له یو شمېر وسلو، مهماتو او نقله وسایطو سره نیولی دی.


د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو هلمند کې د نعمت الله په نوم مشهور غل له یو شمېر وسلو، مهماتو او نقله وسایطو سره نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه کس له تېرو څو کلونو راهیسې هلمند کې په لویو غلاو کې لاس درلود، چې پرون د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په مختار سیمه کې پولیسو وینوه.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي، له نیول شوي غله څخه اوه عرادې موټر سایکلونه، یو عراده مازدا موټر، ۳۰ عدده چاقوګان، ۱۱ سیټه موبایلونه او یو شمېر نورې سپکې او درنې وسلې د ملي پولیسو لاسته ورغلې دي.

په ورته وخت کې خبرپانه وايي، افغان ځواکونو د هلمند د سنګین ولسوالۍ په شکر شېلې سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې عملیاتو کې درې میله کلاشینکوفونه او یو شمېر مخابرې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 115264

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/115264/

جمهور
  https://www.jomhornews.com